د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکني وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د افغانستان په اړه پر اوسني ولسمشر جوبایډن او د هغه پر اداره نیوکه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو په تازه څرګندونو کې ټينګار کړی، چې د افغانانو پر وړاندې د امریکايي حکومت چوپتیا د زغم وړ نه ده.
پمپیو چې د دوحې په مذاکراتو کې پراخ او مهم رول درلود وايي، د امریکا اوسنی حکومت په افغانستان کې پر روان وضعیت او له دغه هېواد د مستحقو کسانو د ایستلو او د دوی د ځای پر ځای کولو په برخه کې پټه خوله دی.
نوموړي د نورو پخوانیو امریکایي چارواکو په څېر د بایډن حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی دی او ټینګار یې کړي، چې بایډن د امریکا د ولسمشر په توګه د افغانستان د وضعیت پر وړاندې مسوول دی او باید خپل غږ اوچت کړي.
مایک پمپیو وايي، امریکایان د وضاحت غوښتونکي دي نو بايډن دې د وېرې له پردو راووځي او امریکايي ولس ته دې د خپلو تېروتنو په اړه وضاحت ورکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ټرمپ د حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بايډن په بې کفایتۍ، بې پروایۍ او ناکامۍ تورن کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل