۱

د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی

چهارشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۰۵
د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا د افغانستان لسو ولایتونو کې د باران او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.
د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی
د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا د افغانستان لسو ولایتونو کې د باران او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه ولایتونو کې نورستان،بدخشان، کونړ،لغمان، ننګرهار، پکتیا، ، پکتیکا، لوګر، خوست، غزنی او زابل شامل دي.
 
د افغانستان د هوا پيژندنې ملي ادارې نن چهارشنبه چنګاښ ۲۹ویلي، د ورښت کچه به په بیلابیلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي متر پوري وي.
 
یادې ادارې زیاته کړې، مزارشریف، کندز، هرات،‌ فراه، نیمروز، هلمند، کندهار او ارزگان، ولایتونو کې د تند باد او دوړو اټکل شوی چې د سرعت کچه به په بیلابیلو نقاطو کې په ساعت کې له ۲۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره پوري وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي