امريکا له قطره د تخليې په عملياتو کې د مرستې او له اسرائيلو سره د مستقيمو الوتنو د پيل له کبله مننه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر چې د فوټبال د نړيوال جام کوربه دی، تازه د تل ابيب – دوحې تر منځ مستقيمو الوتنو ته اجازه ورکړې او د امريکا متحدو ايالتونو دا پرېکړه لوی تحول بللی دی.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې له قطره له دې کبله هم مننه شوې چې له افغانستانه یې د امريکايي اتباعو او د امريکا د پخوانيو همکارانو د ايستلو په برخه کې مرسته کړې ده.
د يادونې وړ ده چې له څو مياشتو راهيسې هره اونۍ په دوو پروازونو کې د امريکا پخواني افغان همکاران دوحې ته لېږدول کیدل او هلته تر مرکې وروسته د امريکا ويزې ورکول کېدې.
دا لړۍ د فوټبال د نړيوال جام د پيل له کبله ځنډول شوې خو ويل کيږي چې د نړيوال جام تر پای ته رسېدو وروسته به بېرته پيل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل