۰

د کډوالو نړیوال سازمان له افغان کډوالو سره مرستو ته دوام ورکوي

دوشنبه ۷ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۳
د کډوالو نړیوال سازمان افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان افغانستان ته له راستنو شوو کډوالو سره د خپلو مرستو د دوام خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د روان میلادي کال له پیل څخه یې، له څه باندې ۲۲۰زره کسانو سره مرسته کړې ده.

سرچینې زیاته کړې، له یادو کډوالو څخه زیات شمېر یې له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د دغه سازمان مرسته کوونکي ټیمونه له ایران او پاکستان سره د افغانستان په پولو کې حضور لري او له زیات شمېر کډوالو سره چې خپل هیواد ته ستنېږي مرستې چمتو کوي.

یاد سازمان د دغه مرستو په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي، خو تر دې مخکې افغانستان ته بېرته ستانه شوو کډوالو ویلي و چې په دغه مرسته کې نغدي پیسې، خوراکي مواد، البسه او د کور وسایل شامل دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي