ټاکل شوې ده چې مسکو روانه اونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه وي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د جمعې په ورځ د روسیې تاس اژانس ته ویلي، د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو د امنیت شورا استازي، همداراز د هند، چین او پاکستان چارواکي به په دې غونډه کې برخه واخلي.
د کابلوف په وینا د دغو هېوادونو استازیو ته بلنلیکونه استول شوې دي، خو ده په دې اړه نور جزییات ورنه کړل چې د طالبانو استازي به هم په کې برخه اخلي که نه.
د روسي رسنیو په وینا، امنیت، اقتصاد او د افغانستان بشري وضعیت هغه عمده ټکي دي چې روانه اونۍ به د مسکو په غونډه کې خبرې پرې وشي.
داسې ویل کېږي چې د دې غونډې یوه اساسي موضوع به له هر راز ترهګریز ګواښ څخه د منځنۍ اسیا د خوندیتوب لپاره د سیمې په کچه د همکاریو زیاتول وي.
طالبانو هم تر اوسه پورې څه نه دي ویلي، چې دې غونډه کې به ګډون کوي او که نه.
خو د سیمې د یو شمېر هېوادونو په څلور اړخیزه مخکنۍ غونډه کې چې پروسږکال د مې په ۲۷مه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان لپاره جوړه شوې وه په هغې کې د طالبانو استازیو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.
جمهورخبري آژانس