د طالبانو د ډلې اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یو شمېر ډاکټرانو او متخصصینو سره په کتنه کې وویل چې دغه ډله هڅه کوي چې با کیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
طالبانو نن یکشنبې (د کب په ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ډاکټرانو د روغتیا په برخه کې د دغې ډلې له پاملرنې او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له ښه والي څخه خوښي څرګنده کړه.
دوی زیاته کړه چې په هېواد کې د روغتیا سکتور د کیفیت لوړولو ته اړتیا لري او هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.
دغو ډاکترانو له طالبانو وغوښتل چې د ډاکترانو د ظرفيت او تخصص د لوړولو لپاره د زمينې په برابرولو کې ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي وویل چې د طالبانو امارت د ټولو هیوادوالو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په منل شویو معیارونو سره د روغتیا سکتور وده وکړي.
جمهورخبري آژانس