سیګار یا د افغاړنستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر وايي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان او افغان کډوالو ته ۱۷ میلیارده ډالر ورکي دي.
دې ادارې یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې امریکا لا هم د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته تر ټولو ستر تمویلونکی هېواد دی.
د راپور له مخې، په دې پيسو کې له افغانستان سره بشري او پراختيايي مرستې، د افغان کډوالو د لېږد او استوګنې لګښت او په سويس کې د افغانستان د مرکزي بانک د درې نيم ميلياردو ډالرو منجمد پيسو لېږد شامل دي.
راپور زیاتوي چې امریکا له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان واک ته ورسېد، د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې له افغانستان سره دوه میلیارده او ۸۰۱ میلیونه ډالره بشري او پرمختیايي مرستې کړې دي.
د راپور له مخې د ۱۷.۱۹ میلیارده بودیجې له جملې څخه ۵.۳۶ میلیارده ډالره د امریکا د دفاع وزارت ته د پخوانیو امریکايي پوځي همکارانو د انتقال او استوګنې لپاره او ۵.۳۵ میلیارده ډالره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د افغان کډوالو د راستنولو لپاره ځانګړي شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش جان سوپکو ویلي، چې طالبان د امریکا د مرستو ډېره برخه تحریفوي او په خپلو جیبونو کې اچوي.
جمهورخبري آژانس