۰

راشد خان د بغلان له سیلاب ځپلو سره ۱.۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

یکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۵۷
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري راشد خان ارمان د بغلان له سېلاب ځپلو سره ۱،۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ستوري راشد خان ارمان د بغلان له سېلاب ځپلو سره ۱،۵ میلیونه افغانۍ مرسته وکړه.

ښاغلي ارمان د شنبې په ورځ د ثور په ۲۲مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته به د مرستندویه موسسو له خوا د بغلان له سیلاب ځپلو سره وشي.

هغه وویل، "د 15 ورځو لپاره به په بغلان کې سیلاب ځپلو کورنیو ته چمتو شوي خواړه چمتو کړو."

د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو ورځو سېلابونو په تېره بيا د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې خلکو ته ډېر زيانونه اوښتي دي.

یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي