د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په چاڼیزو عملیاتو کې ۸ وسله وال طالبان وژلي او ټپیان کړي دي.
د دغې جبهې د معلوماتو له مخې، تېره شپه د نهو بجو په شاوخوا کې د دې جبهې ځواکونو د کابل ښار د برکي څلور لارې او ترافيک څلور لارې ترمنځ سيمه کې د طالبانو پر پوځي کاروان بريد وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه برید کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند نظامي کاروان چې د «باغ بالا» په لور روان و، په نښه شو.
خبرپاڼې زياته کړه چې په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
جمهورخبري آژانس