د دوحې د فورم ۲۲مه غونډه د ۱۵۰ هېوادونو د مشرانو، بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په حضور سره پیل شوه. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دوحې ۲۲مه ناسته پرون (د لیندۍ ۱۷مه) د ۱۵۰ هېوادونو د استازو په حضور کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شوه. په دې غونډه کې د ۱۵۰ هېوادونو د ۷ لومړي وزیرانو، ۷ ولسمشرانو او ۱۵ بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ ۴۵۰۰ کسان ګډون کوي او ۳۰۰ استازي به وینا وکړي. په دې غونډه کې به د جیوپولیټیک، تخنیکي اختراعاتو، د فلسطین لپاره عدالت، بشري حقونه، د صهیونیسټانو رول او په ډیپلوماسۍ کې د ټکنالوژۍ په اړه بحث وشي. د اجنډا له مخې به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي. پر دې سربیره به د «افغانستان پر راتلونکي د طالبانو د قانون اغیزې» تر سرلیک لاندې په یوه فرعي غونډه کې هم یو شمېر شخصیتونه د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړي. د دې برخې په ويناوالو کې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا استازې رينا اميري، د يوناما استازې جورجت ګنن، په جمهوري رياست کې د حج او اوقافو وزير مولوي محمد قاسم حليمي، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شينکي کروخېل، عادله راز، په امریکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بي بي سي خبریال لوئیس دوست معرفي شوي دي. دا غونډه نن پیل شوه او تر یکشنبې پورې به دوام وکړي. جمهورخبري آژانس