دا په زړه پورې ده ۰
د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت تر ناستې وروسته د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې هند د پاکستان په ځینو ښارونو کې د برید پلان لري. نوموړي په ټینګار سره ویلي، که زموږ پر خلکو برید وشي، نو د هند خلک به هم خوندي پاتې نه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د یوه خبرې کنفرانس پر مهال وویل، چې له هند سره د هر ډول مقابلې لپاره چمتو دي. نوموړي وویل، چې که د پاکستان په ښارونو کې پاکستاني وګړي په نښه شي، نو پاکستان به هم په ورته ډول ځواب ووايي.

د پاکستان د دفاع وزیر وايي، هیڅ ډول نړیوال فشار ته نه تسلمیږي. د هند او پاکستان ترمنځ دغه تازه ناندرۍ د هند د کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته راولاړې شوې دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcba8b8srhbwzp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته