د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې (پياوار) کارتلرونکو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره ځانونه چمتو کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پاکستان دغه کډوالو ته د جون تر ۳۰ پورې نوې نېټه ټاکلې. په پاکستان کې د دې کډوالو د پاتېکېدو موده د ۲۰۲۵کال د جون تر ۳۰مې پورې وغځېده، خو تر یادې نېټې وروسته په دغه هېواد کې د هغوی پاتېکېدل ناقانونه بلل کېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپاره شوي بیان کې ټینګار کړی چې نور په دغه هېواد کې د )پياوار( کارتلرونکو افغان کډوالو د پاتېکېدو د مودې د غځېدو اټکل نهشي کېدای.
همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به د (پياوار) کارتلرونکو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي او د نهوتلو په صورت کې به د پولیسو له لوري په جبري ډول و ایستل شي.
جمهورخبري آژانس