د هرات ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سمنټو، بورې او تېلو ۲۶ باروړنکي اورګاډي د هرات – خواف له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه واردات د کورني بازار د اړتیا په پوره کولو کې مهم رول لري. د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات – خواف اورګاډي له لارې افغانستان ته ۲۶ باروړنکي ګاډي رسېدلي، چې په کې سمنټ، بوره او تېل شامل دي.
ولایتي چارواکو دا د وارداتو د اسانتیا او اقتصادي ثبات د پياوړتیا په برخه کې مهم ګام یاد کړی دی.
چارواکو زياته کړې، چې هره ورځ لسګونه سوداګريز توکې له همدې ريل پټلۍ له لارې واريديږي.
جمهورخبري آژانس