۰

طالبان: د مور او ماشوم د مړینې په تړاو د م.م مالومات ناسم دي

دوشنبه ۲۹ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۵
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هغه اعلامیه رد کړې، چې ویلي یې و په هرو دوه ساعتونو کې په افغانستان کې یو مور د زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.
طالبان: د مور او ماشوم د مړینې په تړاو د م.م مالومات ناسم دي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق هغه اعلامیه رد کړې، چې ویلي یې و په هرو دوه ساعتونو کې په افغانستان کې یو مور د زېږون اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت د ملګرو ملتونو دغه اداره له کره شواهدو بې‌برخې یاده کړې.

د خبر پاڼې له مخې د زېږون پرمهال د مېندو د مړینې کچې زیاتېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د مشر سوبرټن وروستۍ څرګندونې رد کړي او یاد ارقام یې ناسم بللي دي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د هېواد د روغتیايي څارنو حساس بنسټونه د مور د روغتیا او زېږون روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې د امېندوارو او ماشومانو لپاره جدي ګواښونه رامنځته کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي