د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې کتنه کې د چاپېریال اړوند بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د اقلیمي بدلون پر مسایلو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس د (COP-29) نړیوال اقلیمي کنفرانس په اړه د ترکیې له سفیر څخه غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکي کنفرانس کې، چې ټاکل شوې په برازیل کې جوړ شي، د افغان پلاوي د ګډون لپاره هڅې وکړي، ترڅو افغانستان ته هم بلنه ورکړل شي.
مولوي خالص غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره د چاپېریالي تجهیزاتو برابرولو، د ادارې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې او د تجربو د شریکولو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
د ترکیې سفیر ژمنه وکړه چې ترکیه به د چاپېریال ساتنې په برخه کې له افغانستان سره خپلې ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي.
جمهورخبري آژانس