۰

طالبانو د چاپېریال ساتنې مشر روسیې ته روان شو

سی شنبه ۳۰ ثور ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۰۳
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د چاپیریال ساتنې څانګې مشر د نیویسکي په یوولسم نړیوال چاپیریالي کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
طالبانو د چاپېریال ساتنې مشر روسیې ته روان شو
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دوی د ډلې د چاپیریال ساتنې څانګې مشر د نیویسکي په یوولسم نړیوال چاپیریالي کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.

د جمهور اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د چاپېریال ساتنې څانګې د سې شنبې په ورځ (د غوايي ۳۰ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالص د نیویسکي په یوولسم نړیوال چاپیریالي کنفرانس کې د ګډون لپاره روسیې ته سفر کړی دی.

دا غونډه به د روانې میاشتې په ۲۲ او ۲۳مه نیټه د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې ترسره شي. خالص وویل چې دا غونډه د چاپیریال ساتنې په برخه کې یو له مهمو نړیوالو کنفرانسونو څخه ګڼل کیږي، چې د نړۍ له شاوخوا ۴۰ هیوادونو څخه د لوړ پوړو دولتي او حکومتي استازو، نړیوالو سازمانونو، څیړنیزو او علمي ادارو، د اقلیم، چاپیریال او دوامداره پراختیا متخصصینو، غیر دولتي سازمانونو، ځوانانو، رسنیو او د خصوصي سکتور غړو په ګډون سره ترسره کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې غونډې هدف د چاپیریال او اقلیم بدلون په اړه د نړیوالو بحثونو هڅول او د بشري ټولنې، طبیعي سرچینو او اقتصادي پراختیا ترمنځ د توازن د ترلاسه کولو لپاره د ګډو حل لارو، ګډون کوونکو ستراتیژیو او مسؤلانه اقداماتو رامینځته کول دي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو پلاوی په دې غونډه کې ګډون کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه شاوخوا ۴۰ هیوادونه به په دې غونډه کې برخه واخلي او د اقلیم د بدلون او چاپیریال ساتنې پورې اړوند مسلو په اړه به بحث وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي