۰

پاکستان له افغانستان، چین او بنګله‌دېش سره د سیمه‌ییز ایتلاف وړاندیز کړی دی

شنبی ۳ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۷:۵۵
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د چین تر سفر وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان باید د ایتلافونو په جوړولو سره له افغانستان، چین او بنګله‌دېش سره د راتلونکي په لور ګامونه پورته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خو اسحاق ډار په دې اړه چې ایا دغه ایتلافونه به سیاسي، پوځي او که اقتصادي وي، مالومات نه دي ورکړي. 

هغه د اسلام‌اباد - کابل په اړیکو کې وروستیو ترینګلتیاو ته په اشارې ویلي، دغه اړیکې په وروستیو کلونو کې پیکه شوي خو په خبره یې، افغانستان ته یې په وروستي سفر کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «د تېرې ورځې درې اړخیزې غونډې یوه اصلي کاري اجنډا لرله چې درې واړه هېوادونه باید اجازه ور نکړي چې خاورې یې د ترهګرو له لوري د بل هېواد پر وړاندې وکارولې شي. دغه راز باید ټول هېوادونه له خپلو خاورو د ترهګرۍ د له منځه وړلو هڅې وکړي.»

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي