د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دې ډلې له نیمروز او سمنګان ولایتونو څخه یوه لویه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (غبرګولي مه۵) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی د ډلې د ترهګرۍ ضد جنګیالیو د نیمروز او سمنګان ولایتونو څخه یو شمیر سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي چې په غیرقانوني ډول زیرمه شوي وو.
طالبانو ویلي چې ډلې یې یو کس هم د دې سره په تړاو نیولی دی.
جمهورخبري آژانس