د افغانستان لپاره د جرمني او پاکستان ځانګړو استازو د سیمه ییز امنیت او له افغانستان سره د اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړې.
د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۵ مه) په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې نن یې په اسلام آباد کې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي توبیاس کراوس سره ولیدل.
هغه ولیکل چې موږ باید د سیمه ییز امنیت او د پاکستان، افغانستان او له هغې هاخوا د اقتصادي همکارۍ د امکاناتو په اړه رغنده بحث وکړو.
جمهورخبري آژانس