د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د روان لمریز کال په دوو میاشتو کې ۵ زره او ۷۸ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ-راتګ کړی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې د ۱۱۹ مېرمنو په ګډون ۲۶۵۸ تنه افغانستان ته راغلي او د ۶۷ مېرمنو په ګډون دوه زره او ۳۹۳ کسان بېرته تللي. د دې ادارې په وینا؛ له دې ډلې ۳۵۲ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
جمهورخبري آژانس