۰

د مالتا لومړي وزیر؛ هیواد به یې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني

دوشنبه ۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۲:۰۳
د راپورنو له مخې د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.
د مالتا لومړي وزیر؛ هیواد به یې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني
د راپورنو له مخې د مالتا لومړي وزیر رابرت ابیلا اعلان وکړ، چې هېواد به یې د جون په میاشت کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.

د ججمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه اعلان هغه مهال وشو، چې ابیلا د یوې سیاسي غونډې پر مهال د کورنیو او نړۍوالو مسایلو په اړه خبرې کولې.

نوموړي پر غزې د اسراییل بریدونه وحشیانه وبلل او زیاته یې کړه، چې د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندنه د دوی اخلاقي مسؤولیت دی او دا به د جون پر ۲۰مه نېټه د یوه نړۍوال کنفرانس وروسته رسمي اعلان شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي