په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس اعلان وکړ چې د چین په همکارۍ به په افغانستان کې زیانمنو شویو کورنیو ته د حفظ الصحې توکي او خوندي اوبه چمتو کړي.
د جمهور اژانس په وینا. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) مشر تاج الدین اویولي د دوشنبې په شپه (جون ۲۵) په ایکس پاڼه کې ولیکل چې یونیسف د چین د همکارۍ سازمان سره نږدې کار کوي ترڅو په افغانستان کې اغیزمنو کورنیو ته د حفظ الصحې توکي او خوندي اوبه چمتو کړي.
اویولي زیاته کړه چې د چین د همکارۍ سازمان سره د یونیسف همکاري په ۲۰۱۸ کال کې د دې سازمان له تاسیس راهیسې پیل شوه، او د دوی لومړۍ ګډه پروژه تیر کال په افغانستان کې پلي شوه ترڅو په بیړنیو حالاتو کې د حفظ الصحې اکمالات او د اوبو پاکولو وسایل چمتو کړي.
هغه وويل چې دا پروژې د یونیسف او نړیوالو شریکانو د پراخو هڅو یوه برخه ده چې د اړمنو کورنیو د ژوند شرایط ښه کړي او په افغانستان کې بشري بحرانونو ته رسیدګي وکړي.
جمهورخبري آژانس