د فلسطین روغتیايي چارواکو اعلان وکړ چې په یوه ورځ کې د غزې په تړانګه د اسراییلو د هوايي بریدونو په نوي څپه کې ۸۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
دا بریدونه تر ډېره د غزې په شمالي سیمو کې متمرکز شوي دي.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزه کې د اسراییلو د هوايي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي چې دا بریدونه په عمده توګه د غزې تړانګې شمالي سیمې په نښه کړې او د مرګ ژوبلې سربیره، یو زیات شمیر ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د حماس او اسراییلي رژیم ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې، په غزه کې لږ تر لږه ۵۳،۹۷۷ کسان وژل شوي او له ۱۲۲،۹۶۶ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.
خو د فلسطین دولتي رسنیو دفتر د شهیدانو شمېر تازه کړی او دا شمېر یې ۶۱،۷۰۰ اعلان کړی دی.
دفتر زیاته کړه چې زرګونه نور ورک دي او ممکن د کنډوالو لاندې مړه شوي وي. دغو شخړو په غزه کې بشري وضعیت په جدي توګه خراب کړی او نړیوالې اندیښنې یې راپورته کړې دي.
د بشري حقونو سازمانونو د تاوتریخوالي د سمدستي بندولو او په غزه کې ملکي وګړو ته د بشري مرستو د رسولو غوښتنه کړې ده.
جمهورخبري آژانس