د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، چې د دغه هېواد او د طالبانو د چارواکو ترمنځ تګ راتګ د دواړو ملتونو د ګډو ګټو د تامین لپاره یوه اړتیا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې امیرخان متقي د تهران د خبرو اترو مجمعې په څنډه کې، د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او نورو ایراني چارواکو سره ښې خبرې کړې دي.
ښاغلي بقایي په دې اړه په یوه خبري ناسته کې وویل:«تهران ته د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته سفر د تهران د خبرو اترو مجمعه کې د ګډون لپاره و، او همدارنګه د دغې غونډې په څنډه کې، هغه د بهرنیو چارو له وزیر او زموږ د هېواد له نورو چارواکو سره ښه مذاکرات لرل.»
تر دې مخکې، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په تهران کې د خبرو اترو د مجمع په غونډه کې وویل، چې اسلامي امارت د یو متوازن بهرني سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.
جمهورخبري آژانس