د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسیناسیون دویم سراسري کمپاین نن (دوشنبې، د غبرګولي ۵مه) په ټول هېواد کې پیل شو.
د دغه څلور ورځني کمپاین موخه په ټول هېواد کې له پنځو کلونو د کم عمره څه باندې ۱۱،۸مېلیونه ماشومانو واکسینول دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:«د دغه کمپاین په جریان کې به هغه ماشومان چې له ۲۴ میاشتو څخه تر ۵۹ میاشتو عمر ولري د الپنټازول ګولۍ هم ووېشل شي، د یادو ګولیو له وېشلو څخه موخه دا ده، هغه ماشومان چې عمرونه یې کم وي د هغوی په وجود کې د چینجیو اړوند ناروغیو مخنیوی وشي.»
د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو یوه له هغو خطرناکو ویروسي ناروغیو ده، چې یوازینۍ وقایه یې پر وخت او منظم واکسین دی. له همدې امله، د واکسین ټیمونه بېلابېلو سیمو ته ځي او له کورنیو غواړي، چې له دوی سره همکاري وکړي.
اوسمهال افغانستان له هغو دوو هېوادونو دی، چې لا هم پهکې د پولیو مثبتې پېښې ثبتېږي.
د روغتیا له نړۍوال سازمانه د امریکا وتلو دا اندېښنې راپارولي، چې ښایي په نړۍواله کچه د پولیو د لمنځه وړلو وړلو پروګرامونه اغېزمن شي.
د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان سیمهییز رییس خبرداری ورکړی، چې تر ۲۰۲۶ کاله به د پولیو د لمنځه وړلو پروګرام بودیجه له ۴۰ سلنې کمښت سره مخ شي چې دا کار له دې ناروغۍ سره د مبارزې بهیر له ننګونو سره مخ کولای شي.
جمهورخبري آژانس