۰

شهباز شریف: پاکستان د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی

سی شنبه ۶ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۴۹
پاکستاني رسینو راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې ویلي چې اسلام‌اباد چمتو دی له هند سره د ټولو ستونزو د ختمولو په موخه خبرې اترې وکړي.
شهباز شریف: پاکستان د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتو دی
پاکستاني رسینو راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په کتنه کې ویلي چې اسلام‌اباد چمتو دی له هند سره د ټولو ستونزو د ختمولو په موخه خبرې اترې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې  شریف د سیمه‌ییزې سولې لپاره له هند سره خبرو اترو ته چمتوالی ښودلی او ټينګار یې کړی چې هېواد یې په سوېلي اسیا کې د سولې او ټيکاو غوښتونکی دی.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې( موږ سوله غواړو او د کشمیر په ګډون د ټولو اختلافاتو د حل لپاره خبرو اترو ته چمتو یو.) د نوموړي په خبره، پاکستان «سوله ‌خوښی» هېواد او په سیمه کې د همغږۍ په لټه دی، خو  په وینا یې هر ډول «تېري کوونکي ګام» ته په اغېزمنه او قوي توګه ځواب ورکوي.

د یادونې ده چې شریف د سیمه‌ییزو سفرونو لړۍ له ترکیې پیل کړې او اوس په ایران کې دی.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي