۰

کرنې وزارت: تېر کال کروندګرو ته ۱۰۰ ټنه بېلابېل تخمونه ورکړل شوي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۵۵
د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې کروندګرو ته د وچکالۍ او اوبو او هوا سره سم د غنمو څلور نوي ډولونه وړاندې کړي، چې ښه حاصلات يې ورکړي دي.
کرنې وزارت: تېر کال کروندګرو ته ۱۰۰ ټنه بېلابېل تخمونه ورکړل شوي
د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې کروندګرو ته د وچکالۍ او اوبو او هوا سره سم د غنمو څلور نوي ډولونه وړاندې کړي، چې ښه حاصلات يې ورکړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کرنیزو او مالدارۍ څېړنو انستیتوت مسولین وایي، سږ کال هم پلان لري د لوبیا، حبوباتو او سبزیجاتو په برخه کې د نويو اصلاح شويو تخمونو ډولونه کروندګرو ته په واک کې ورکړي.

د مسولینو په خبره، تېر کال د سلو کرنیزو تجربو په ترسره کولو سره کروندګرو ته سل ټنه بېلابېل مورني تخمونه هم ورکړل شوي او سږ کال به دا کچه تر ۱۵۰ ټنو پورې ورسېږي.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي