۰

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې څه باندې ۴میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي

پنجشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۰:۰۱
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي. سرچینې ویلي، د دغو مېندو له ډلې ځینې یې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ تر درملنې لاندې دي. له دې وړاندې هم خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی دی. اوچا او خوړو نړیوال پروګرام د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې څه باندې ۴میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه مېندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د دغو مېندو له ډلې ځینې یې د روغتیا نړیوال سازمان په ملاتړ تر درملنې لاندې دي. له دې وړاندې هم خوړو نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و چې ښايي په ۲۰۲۵ کال کې ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د راپور له مخې، دا شمېر د تېرو څلورو کالو پرتله ډېر شوی دی. اوچا او خوړو نړیوال پروګرام د دغه وضعیت لامل بېوزلي او د خوړو نه خوندیتوب په ګوته کړی دی.

جمهورخبري آژآنس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي