د طالبانو ډلې اعلان کړی چې په هرات ولایت کې د اصلاح شوي تخمونو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې او فعالیت یې پیل کړی دی.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، د هرات ولایت د طالبانو مطبوعاتي دفتر نن (د غبرګولي ۱۰مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې په دې ولایت کې د یو ملیون ډالرو په ارزښت د اصلاح شوي تخمونو د تولید یوه فابریکه پرانیستل شوې ده.
طالبانو ویلي چې دا فابریکه په ساعت کې د ۵ ټنو غلو دانو د تولید ظرفیت لري او د کیفیت د ښه والي او د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي په هدف فعالیت کوي.
د هرات د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو ویلي چې په هرات کې د تولید شوي اصلاح شوي تخمونو ۳۰ سلنه نورو ولایتونو ته عرضه کیږي.
جمهورخبري آژانس