۰

ډبلیو ایف پي: افغان ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۱
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) استازياو مدیر جان ایلیف ویلي، چې په دغه هېواد کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي او د دغه ناورین له امله ډېر فشار زغمي.
ډبلیو ایف پي: افغان ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) استازياو مدیر جان ایلیف ویلي، چې په دغه هېواد کې ماشومان د لوږې له ناورین سره مخامخ دي او د دغه ناورین له امله ډېر فشار زغمي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایلیف له سي‌جي‌ټي‌اېن سره په یوه مرکه کې ویلي چې روان کال ښايي له ۵ کالو کم عمره  شاوخوا ۳.۵ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي.

هغه افغان ماشومان د لوږې ناورین «د لومړۍ کرښې قربانیان او اغېزمن» بللي دي.

ایلیف زیاته کړې چې دا شمېر د تېر کال پرتله ۵۰۰ زره ډېر دی او د خوارځواکۍ بهیر مخ په بره روان دی.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي