۱

ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۴۱
د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) ویلي، چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښه‌والي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.
ډبلیو ایف پي: نږدې ۱۰ میلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي
د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو ایف پي) ویلي، چې د خوړو خوندیتوب وضعیت د نسبي ښه‌والي سربېره، په افغانستان کې تر ۹.۵ مېلیونو ډېر خلک د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد سازمان وایي، د ۲۰۲۵ کال له مې تر اکټوبر پورې د افغانستان شاوخوا ۲۱ سلنه نفوس چې ۹.۵ مېلیونه وګړي کېږي، په بحراني یا ډېر ناوړه وضعیت کې دي.

له دې جملې نه ۱.۶ مېلیونه خلک په بېړني وضعیت کې او نږدې ۸ مېلیونه نور بیا ډېر ناوړه وضعیت کې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په مارچ او اپرېل کې د هغو خلکو شمېر چې بېړنیو خوراکي مرستو ته یې اړتیا لرله، شاوخوا ۱۲.۶ مېلیون ته رسېده.

د خوړو د نړۍوال پروګرام په وینا، د دې پرمختګ اصلي لاملونه د شخړو کمېدل، اقتصادي وده او دوامداره بشري او کرنیزې مرستې دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي