۰

طالبانو له ۱۵۰۰ څخه زیات بندیان خوشې کړل

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۶:۵۰
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د لوی اختر په مناسبت یې د هیواد د اتو ولایتونو له زندانونو څخه له ۱۵۰۰ څخه ډیر بندیان خوشې کړي دي.
طالبانو له ۱۵۰۰ څخه زیات بندیان خوشې کړل
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې د لوی اختر په مناسبت یې د هیواد د اتو ولایتونو له زندانونو څخه له ۱۵۰۰ څخه ډیر بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو سترې محکمې نن سهار، پنشنبې (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې ډلې د سترې محکمې د مشر او د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني په امر، د کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز ولایتونو له زندانونو څخه ۱۵۵۹ بندیان خوشې شوي او د ۹۵۰ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو ډلې هم د لوی اختر په مناسبت ۵۶۱۵ بندیان د هیواد له زندانونو څخه خوشې کړي وو یا یې د بند موده کمه شوې وه.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي