۰

طالبانو هغه کس نیولی چې چینایي سیلانی یې ځورولی و

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۴ ساعت ۱۷:۰۵
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې دې ډلې یو کس د چینایي سیلانی سره د نامناسب چلند په تور نیولی دی.
طالبانو هغه کس نیولی چې چینایي سیلانی یې ځورولی و
د طالبانو ډلې اعلان کړی چې دې ډلې یو کس د چینایي سیلانی سره د نامناسب چلند په تور نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د تبلیغاتو وزارت ویاند سیف السلام خیبر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې هغه یو کس د چینایي سیلانی سره د نامناسب چلند په تور نیولی دی.

طالبانو وویل چې د پیښې څخه د هغه کس یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې یو ځوان چینایی سړی ښودل شوی چې په موټر کې ناست دی او د یو شمیر خلکو لخوا لفظي ځورول کیږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي