د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال له ناروې څخه غوښتنه کړې چې په تخنیکي او مسلکي زده کړو کې پانګونه وکړي او په هیواد کې د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن، چهارشنبه (د چنګاښ ۴ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د وزارت مرستیال مولوي زاهد احمدزي په کابل کې د افغانستان لپاره د ناروې د خپلواک کمیسیون له مشر، بیورن تورین ګوډال سره ولیدل.
ګوډال طالبانو ته په تیرو شلو کلونو کې د خپلو تجربو، لاسته راوړنو، تیرو پروژو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې موږ د تیرو کلونو تجربې، ناکامۍ او بریالیتوبونه د مطالعې په بڼه د خلکو، ناروې حکومت او نړیوالې ټولنې سره شریکولو لپاره یو راپور چمتو کوو.
محمد زاهد احمدزي د ټولنیزو چارو، زیان منونکو ډلو، تخنیکي او مسلکي زده کړو او په هیواد کې د بیکارۍ کچه راټیټولو لپاره د دوی د پانګونې او پاملرنې غوښتنه کړې ده.
طالبانو ویلي چې ګوډال ژمنه کړې چې د طالبانو د امارت ټولې غوښتنې به د ناروې شاهي حکومت او نړیوالې ټولنې سره شریکې کړي.
جمهورخبري آژانس