۰

خوست؛ د چرګانو فارمونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی

پنجشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۴:۳۶
د خوست ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د غوښینو او هګیو چرګانو د فارمونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
خوست؛ د چرګانو فارمونو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی
د خوست ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د غوښینو او هګیو چرګانو د فارمونو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا او مالدارۍ آمریت تر چتر لاندې فارم لرونکو ته د روزنې آسانه لارو ښودل، منظمه درملنه، او د پالنې وسایلو وېش هغه عوامل دي، چې ګڼ پانګه وال یې هڅولي دي، څو د چرګانو فارمونه جوړ کړي.

د ځایي چارواکو په خبره دا مهال په خوست کې د فارمونو شمېر د یو هچري فارم په ګډون نږدې ۱۱۰۰ ته رسېږي، چې د غوښو او هګیو د بازار اړتیا تر ډېره پوره کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي