۰

فایق: د طالبانو په رسمیت پېژندل به د افغانانو وضعیت ښه نه کړي

جمعه ۱۳ سرطان ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۲۸
نصیر احمد فایق د روسیې لخوا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو پریکړې په غبرګون کې دا اقدام غیر متوقع ونه بللو، خو خبرداری یې ورکړ چې دا سیاسي اقدام، که څه هم داسې ښکاري چې د طالبانو په ګټه دی، خو پر افغانانو به منفي او اوږدمهاله اغیزې ولري.
فایق: د طالبانو په رسمیت پېژندل به د افغانانو وضعیت ښه نه کړي
نصیر احمد فایق د روسیې لخوا د طالبانو د په رسمیت پیژندلو پریکړې په غبرګون کې دا اقدام غیر متوقع ونه بللو، خو خبرداری یې ورکړ چې دا سیاسي اقدام، که څه هم داسې ښکاري چې د طالبانو په ګټه دی، خو پر افغانانو به منفي او اوږدمهاله اغیزې ولري.

د جمهور خبري اژانس د راپور له مخې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق د جمعې په سهار، د جولای په څلورمه، د طالبانو په وړاندې د روسیې د نوې پریکړې په غبرګون کې وویل: "د هغو هیوادونو لخوا د طالبانو په رسمیت پیژندل چې په تیرو شلو کلونو کې یې ملاتړ کړی، د حیرانتیا خبره نه ده."

فایق زیاته کړه: "خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا دا پیژندنه به د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او بشري وضعیت او هغو خلکو باندې اغیزه ولري چې له فقر، بې کارۍ او نا امیدۍ سره مخ دي."

هغه زیاته کړه: "ځواب روښانه دی: دا سیاسي اقدام ظاهرا د طالبانو په ګټه دی، خو د افغانانو په اړه به یې اوږدمهاله منفي اغیزې ډېرې زیاتې وي."

د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي: "موږ باور لرو چې د افغان چارواکو [طالبانو] رسمي پیژندنه به زموږ د هیوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د رغنده دوه اړخیزو همکاریو پراختیا لپاره هڅونه وي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړه چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د امیر خان متقي سره د کتنې په ترڅ کې د مسکو د دې ډلې د په رسمیت پیژندلو پریکړه په رسمي ډول اعلان کړه. طالبانو دا عمل "تاریخي ګام" وباله او هیله یې څرګنده کړه چې نور هیوادونه به هم ورته عمل وکړي.

روسیه لومړنی هیواد دی چې د طالبانو سرپرست حکومت یې په رسمي ډول په رسمیت وپیژند. سره له دې چې د طالبانو له خوا د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کولو نږدې څلور کاله تیریږي، خو تر اوسه هیڅ بل هیواد دا ډله د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه ده پیژندلې.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي