په عمان کې د طالبانو د سفارت مشر په هغه هیواد کې د مصر له سفیر سره په لیدنه کې د مخدره توکو د کښت او تولید څخه د بزګرانو لپاره بدیل معیشت د سیمې او نړۍ ګډ مسؤلیت وباله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په عمان کې د طالبانو د سفارت مشر په هغه هیواد کې د مصر له سفیر سره په لیدنه کې د مخدره توکو د کښت او تولید څخه د بزګرانو لپاره بدیل معیشت د سیمې او نړۍ ګډ مسؤلیت وباله.
په مسقط کې د طالبانو سفارت ، چهارشنبه (اسد ۱) په یوه بیان کې وویل چې د سفارت مشر حافظ عمر په هغه هیواد کې د مصر له سفیر خالد عبدالحلیم رادي سره ولیدل.
دواړو خواوو په دوه اړخیزو اړیکو، د افغانستان د اوسني وضعیت، اقتصادي پرمختګونو او په غونډه کې د لویو لاسته راوړنو په اړه بحث وکړ.
د مخدره توکو د له منځه وړلو لپاره د طالبانو د امارت د هڅو ته په اشارې سربیره، حافظ عمر د افغان بزګرانو لپاره د بدیل معیشت چمتو کول د سیمې او نړۍ ګډ مسؤلیت وباله.
طالبانو ویلي چې د مصر سفیر د افغانستان اوسنی وضعیت مثبت ارزولی او په افغانستان کې یې د روانو پرمختګونو ستاینه هم کړې ده.
جمهورخبري آژآنس