۰

یونیسف: وچکالي د ماشومانو روغتیا او هوساینې ته سخته ضربه رسوي

چهارشنبه ۱ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۱۷
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي چې وچکالي د ماشومانو روغتیا او هوساینې ته سخته ضربه ورکوي.
یونیسف: وچکالي د ماشومانو روغتیا او هوساینې ته سخته ضربه رسوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف وايي چې وچکالي د ماشومانو روغتیا او هوساینې ته سخته ضربه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونیسف چارواکو نن چهارشنبه (د اسد لومړۍ) په یوه بیان کې وویل چې وچکالي په افغانستان کې د کورنیو لپاره یوه لویه ننګونه ده او د ماشومانو روغتیا او هوساینې ته سخته ضربه رسوي.

یونیسف وویل چې د ملګرو ملتونو د مرکزي بیړني غبرګون صندوق (CERF) سره په همکارۍ، دوی په تخار ولایت کې ۲،۹۳۱ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدي مرسته چمتو کړې ترڅو دوی وکولی شي د سختې وچکالۍ له اغیزو سره مقابله وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان، چې د اقلیم د بدلون لپاره زیانمنونکی دی، سږکال د بې ساري وچکالۍ سره مخ دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي