د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مشر وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ۲۰ روغتونونو جوړول پیل کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر نور جلال جلالي نن یکشنبې (د زمري ۵ مه) په کابل کې د وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو په اړه په یوه پروګرام کې وویل چې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو لپاره فنډونه ځانګړي شوي او لومړني کار پیل شوی دی.
طالبان وايي، د دوامداره همغږۍ او ګڼو غونډو وروسته، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ په لګښت د ۲۰ عامه روغتونونو د جوړولو کار پیل شوی، او تر اوسه پورې پنځه روغتونونه په کار اچول شوي دي.
هغه زیاته کړې، د نویو روغتیايي مرکزونو په پرانیستلو سره، د ۴۷۰۰۰ مسلکي پرسونل او ۲۵۰۰۰ غیر مسلکي پرسونل لپاره کار چمتو شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تیر کال د طالبانو ډلې د هیواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د ۳۱۸ عامه روغتونونو د جوړولو لپاره بودیجه تصویب کړه، چې خلک یې په وروستیو لسیزو کې بې ساري ګڼي.
جمهورخبري آژانس