د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د افغان کډوالو او دغه راز د غزې د خلکو د وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبې د (زمري ۵ مه) په یوه بیان کې وویل چې د وزارت سرپرست امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې خبرې وکړې.
دواړو خواوو په دوه اړخیزو مسلو، په غزه کې د بشري بحران او له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه تمرکز وکړ.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په غزه کې بشري وضعیت نازک وباله او ټینګار یې وکړ چې اغیزمن اسلامي هیوادونه باید په دې برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي او د اسراییلي رژیم لخوا د غزې په خلکو باندې د لوږې او نسل وژنې ډله ایز کړاو پای ته ورسوي.
متقي همدارنګه له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل د اندیښنې وړ وبلل او ټینګار یې وکړ چې د تدریجي او باعزته اخراج اصول باید مراعات شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ژمنه کړې چې هڅه به وکړي چې د هغه له هیواد څخه د افغان کډوالو ایستل په تدریجي او داسې ډول ترسره شي چې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې نه کړي.
سید عباس عراقچي د غزې د اوسني وضعیت په اړه وویل چې د غزې د کړکېچ د حل لارو موندلو په اړه د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې جوړولو ته اړتیا ده.
جمهورخبري آژانس