د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د تیر کال په پرتله په کابل کې د شفتالو په حاصلاتو کې د زیاتوالي اعلان وکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن یکشنبې (د زمري ۵مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دې ادارې د کرنې د پراختیا ټیمونو د تخنیکي ارزونو پر بنسټ، سږ کال د کابل په یو شمیر ولسوالیو کې د شفتالو تولید د پام وړ زیات شوی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي چې سږ کال ۳۲۲ هکتاره ځمکه د شفتالو باغونو لاندې وه، چې له هغې څخه ۶۷۶۲ میټریک ټنه حاصلات راټول شوي وو، پداسې حال کې چې تیر کال د ورته کښت لاندې سیمې څخه ۵۶۳۴ میټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو.
د ساینسي باغدارۍ میتودونو کارول، تخنیکي مشورې ورکول، د اصلاح شویو تخمونو کارول، مناسب اقلیمي شرایط، دوامداره پاملرنه او د باغدارانو هڅې په کابل کې د شفتالو د تولید د زیاتوالي اصلي عوامل بلل شوي دي.
په هرصورت، یو شمیر باغدارانو د مناسب بازار نشتوالي او د خپلو محصولاتو لپاره د ټیټو نرخونو په اړه شکایت کړی، او د کورنیو بازارونو او صادراتو فرصتونو د رامینځته کولو غوښتنه یې کړې ده.
دوی خبرداری ورکړ چې که بازار نه وي او د اوبو لګولو ستونزې حل نشي، د تولید هڅونه به کمه شي او کرنیز سکتور به زیانمن شي.
جمهورخبري آژانس