۰

په غزني کې د بس او تیلو ټانکر په ټکر کې ۷ کسان وژل شوي

دوشنبه ۶ اسد ۱۴۰۴ ساعت ۱۵:۱۸
په غزني ولایت کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند اعلان کړی چې په دې ولایت کې د بس او تیلو ټانکر په ټکر کې ۷ کسان وژل شوي دي.
په غزني کې د بس او تیلو ټانکر په ټکر کې ۷ کسان وژل شوي
په غزني ولایت کې د طالبانو د پولیسو د قوماندانۍ ویاند اعلان کړی چې په دې ولایت کې د بس او تیلو ټانکر په ټکر کې ۷ کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، د غزني ولایت د پولیسو مشر خالد سرحدي نن دوشنبې  (د زمري ۶ مه) په یوه بیان کې وویل چې د دې ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د ۵۸۰ مسافر وړونکي موټر او بار وړونکي لارۍ ترمنځ په ټکر کې د ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه شوي دي.

هغه وویل چې په دې پېښه کې یو شمېر کسان ټپیان شوي دي، خو دقیق شمېر یې لا نه دی معلوم.

طالبانو زیاته کړه چې په پېښه کې ټپیان د درملنې لپاره سیمه ییزو طبي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.

هغه دا پېښه د موټر چلوونکو بې احتیاطۍ ته منسوب کړه.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال سلګونه کسان وژني او سلګونه نور ټپیان کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي