د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روسیې ته خبرداری ورکړی چې یوازې ۱۰ ورځې وخت لري چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوي یا به د امریکا له خوا له نویو اقتصادي بندیزونو او تعرفو سره مخ شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د انګلستان له رسمي سفر څخه واشنګټن ته د راستنیدو پر مهال وکړې. هغه له رسنیو سره په یوه مرکه کې اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړنۍ ضرب الاجل ۵۰ ورځې ټاکل شوی و، خو اوس دا ضرب الاجل ۱۰-۱۲ ورځو ته راټیټ شوی دی.
ټرمپ په کلکه وویل: «زه نه پوهیږم چې دا ګواښونه به په روسیه اغیزه ولري، مګر ممکن اغیز ولري.»
هغه دا هم زیاته کړه چې تر اوسه یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه په دې اړه کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی، او دا یې "ډیره خواشینونکې" وبلله.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې متحده ایالات به له خپلو ټولو اقتصادي او سیاسي وسیلو څخه کار واخلي ترڅو پر مسکو فشار راوړي چې پر اوکراین خپل پوځي یرغل پای ته ورسوي.
جمهورخبري آژانس