سید روح الله موسوي، د ۲۰۲۵ کال په نړیوالو لوبو کې د افغانستان یوازینی استازی، له سیالیو څخه حذف شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د موی تای ۵۷ کیلوګرام وزن لرونکی لوبغاړی په خپله لومړۍ لوبه کې د خپل اوکرایني سیال، دیمیترو شیلسکو څخه ماتې وخوړه.
موسوي، چې د آسیا اتلولۍ ګټلو او په نړۍ کې د دوهم مقام ګټلو تاریخ لري، د خپل قوي اوکرایني سیال، چې د اروپا او نړۍ اتلولۍ یې ګټلې دي، د ۲۹-۲۸ په نږدې نمرې سره سیالي وبایلله.
د یادونې وړ ده چې سید روح الله موسوي په خپل لګښت په دې سیالۍ کې برخه اخیستې وه. د ۲۰۲۵ کال نړیوال لوبې به د اګست له ۶ څخه تر ۱۶ پورې د چین په چینګدو کې ترسره شي او په ۳۴ سپورتونو کې به د ۱۱۸ هیوادونو څخه ۵۰۰۰ لوبغاړي کوربه وي.
جمهورخبري آژانس