۰

په مسکو کې د طالبانو د سفارت پلاوي په بیلاروس کې له افغان بندیانو سره وکتل

یکشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۱۱:۱۲
په مسکو کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې د دوی پلاوي په بیلاروس کې له افغان بندیانو سره ولیدل.
په مسکو کې د طالبانو د سفارت پلاوي په بیلاروس کې له افغان بندیانو سره وکتل
په مسکو کې د طالبانو سفارت اعلان وکړ چې د دوی پلاوي په بیلاروس کې له افغان بندیانو سره ولیدل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په مسکو کې د طالبانو د رسنیو دفتر نن یکشنبې (د وږي ۲مه) په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د حافظ عبدالله یاسر په مشرۍ د سفارت پلاوی د بیلاروس جمهوریت ته د هغو زندانونو د لیدو لپاره لیږل شوی چې افغانان پکې ساتل کیږي.

د خپل سفر په جریان کې، پلاوي د بیلاروس له یو شمیر چارواکو سره ولیدل او خبرې یې وکړې او د افغان بندیانو ستونزې یې وڅیړلې.

د دې غونډو اصلي تمرکز د بندیانو د وضعیت حل کول او هیواد ته د هغوی د لیږدولو لارې چارې لټول وو.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي