۰

د کډوالو نړیوال سازمان راستنیدونکو ته رواني ټولنیزه پاملرنه چمتو کوي

دوشنبه ۳ سنبله ۱۴۰۴ ساعت ۰۹:۲۶
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د راستنیدونکو میرمنو او نجونو لپاره د رواني ټولنیزې پاملرنې او روغتیا ملاتړ چمتو کولو اعلان وکړ.
د کډوالو نړیوال سازمان راستنیدونکو ته رواني ټولنیزه پاملرنه چمتو کوي
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د راستنیدونکو میرمنو او نجونو لپاره د رواني ټولنیزې پاملرنې او روغتیا ملاتړ چمتو کولو اعلان وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) د رسنیو دفتر نن دوشنبې  (د وږي ۳ مه) په یوه بیان کې وویل چې د راستنیدونکو میرمنو او نجونو لپاره د متحده ملا سازمان د ښځو برخې په ملاتړ سره، دوی د جلال آباد په چمتله کې میرمنو ته رواني ټولنیزه پاملرنه او روغتیا ملاتړ چمتو کړی.

په بیان کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر راهیسې، IOM د ۵،۶۲۷ میرمنو او نجونو ملاتړ کړی او د دوی د رواني رغیدو لپاره یې خوندي ځایونه چمتو کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په تیر کال کې نږدې دوه میلیونه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه ایستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي