د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ ویاند په دې ولایت کې د ترافیکي پیښې له امله د ۷ کسانو د مړینې او ټپي کیدو خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د پولیسو د قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق نن دوشنبې (د وږي ۳ مه) وویل چې د حیرتان-مزار شریف په سړک کې په یوه ترافیکي پیښه کې درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: پیښه د پکنیک ډوله موټر له سړک څخه د اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د پیښې ټپیان د امنیتي ځواکونو لخوا د ابو علي سینا بلخي مدرسې روغتون ته لیږدول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافیکي پیښې د پام وړ زیاتې شوي او د هیواد مختلف ولایتونه هره ورځ د مرګونو ترافیکي پیښو شاهدان دي.
جمهورخبري آژانس