د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، یوه مقاله خپره کړه چې د "افغانستان انټرنیشنل" خبري رسنۍ یې د افغان حکومت په وړاندې د افواهاتو او تبلیغاتو په خپرولو تورنه کړه او یوه جنجالي پوښتنه یې راپورته کړه: ایا دا رسنۍ د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) لخوا تمویلېږي؟
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې، خلیلزاد په خپله اېکس پاڼه د افغانستان انټرنیشنل شبکې فعالیتونو ته اشاره کړې او هغه یې د طالبانو د رژیم مخالفو ډلو ملاتړ او لابی کولو تورنه کړه.
هغه د خپل دې اقدام په اړه چې ځینې افغان سیاستوال او فعالان یې د ده په وینا د آی اېس آی له خوا په اسلام آباد کې له جوړېدونکې غونډې منع کړي وو، د دې رسنۍ غبرګون ته اشاره کړې ده.
خلیلزاد په دې پیغام کې لیکلي:«افغانستان انټرنیشنل د افغانستان او د هغه د حکومت په وړاندې اوازې او تبلیغات خپروي. ایا دا شبکه یوازې یوه خبري رسنۍ ده یا دا د یو ځانګړي غورځنګ تر پوښښ لاندې فعالیت کوي؟»
د شته معلوماتو له مخې، ټاکل شوې وه چې د اګست په وروستیو کې د افغان حکومت مخالفو شخصیتونو سره یوه غونډه په اسلام آباد کې ترسره شي. په هرصورت، د پراخو غبرګونونو او ډیپلوماتیک فشارونو وروسته، غونډه د سپتمبر تر وروستیو پورې وځنډول شوه.
خلیلزاد د مخالفو ډلو په ملاتړ کې د شبکې رول ته هم اشاره وکړه او پوښتنه یې وکړه چې ایا رسنۍ د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا تمویل کیږي.
دې ادعا ته تر اوسه د افغانستان انټرنېشنل شبکې یا پاکستاني چارواکو لخوا رسمي ځواب نه دی ورکړل شوی.
جمهور خبري آژانس