په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) راپور ورکړی چې په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله نیم ملیون خلک اغیزمن شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د رسنیو دفتر نن دوشنبې (د وږي ۱۷ مه) په یوه اونیزه راپور کې وویل چې په وروستۍ زلزله کې ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان شوي دي.
د یونیسف راپور ویلي چې په مړو کې ۷۳۱ ماشومان، چې ۳۹۳ نجونې هم پکې شاملې دي.
په راپور کې زیاته شوې چې د زلزلې له امله نیم ملیون خلک اغیزمن شوي او ۲۶۳۰۰۰ ماشومان د زیانمن شویو کسانو په ډله کې دي.
د یونیسف د راپور له مخې، په تیره اونۍ کې په کونړ، ننګرهار او لغمان کې ۱۷ وروسته ټکانونه چې د ۴ درجې او له هغې څخه پورته وو، رامنځته شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې په کونړ او ننګرهار کې ۸۱ ماشومان بې سرپرسته دي.
د راپور له مخې، سربېره پردې، ۲۷۱ ماشومان یتیمان شوي دي، او په دې دریو ولایتونو کې د خوارځواکۍ ماشومانو شمیر له زلزلې وروسته په چټکۍ سره زیات شوی دی.
جمهورخبري آژانس