۰

د المپیک په اسیايي سیالیو کې افغانستان، نیپال ته ماته ورکړه

چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۳
د المپیک اسیاسي سیالیو په لړ کې د افغانستان او نیپال هېوادونو تر منځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالي تر سره شوه، چې د افغانستان A ټیم په ۸ منډو وګټله.
د المپیک په اسیايي سیالیو کې افغانستان، نیپال ته ماته ورکړه

د المپیک اسیاسي سیالیو په لړ کې د افغانستان او نیپال هېوادونو تر منځ د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالي تر سره شوه، چې د افغانستان A ټیم په ۸ منډو وګټله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سیالي نن په جنوبي کوریا کې په لار اچول شوې وه، چې د لوبې پچه یا ټاس نیپال لوبډل مشر وګاټه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
افغانستان په توپ وهنه پیل وکړ، چې د ۲۰ اورونو په پوره کېدو او ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۱۹ منډې وکړې او د نیپال ملي لوبډلې ته یې د ۱۲۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې شهزاد محمدي تر ټولو ښه وځلېده او ۳۴ توپونو یې ۴۲ منډې وکړې او درې شپږیزې یې ووهلې.
دغه را لوبډل مشر محمد

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فرید احمد خورا په زړه پورې لوبه وکړه، چې په څلور اورونو کې یې د ۱۷ منډو په ورکولو سره د نیپال لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.
نبي دوهم لوبغاړی و چې ۱۸ منډې یې وکړې خو نور لوبغاړي یو پر بل پسې ژر ژر وسوځېدل او د لوبې لومړی ایننګز پای ته ورسېد.
داسې فکر کېده چې لوبه د نیپال په ګټه ده او نیپالي لوبغاړي هم خوښ ښکارېد، چې افغان لوبډلې ونه شوای کولای لوی هدف ورکړي.
خو د افغان بالرانو یا توپ اچوونکو تېزو توپونو ته د نیپال لوبغاړي ټینګ نه شول او د سر لوبغاړي یې ژر ژر وسوځېدل.
نیپال لوبډلې د ۲۰ اورونو په پوره کېدو او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه شوای کولای د افغانستان له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۱۱۱ منډو په جوړولو سره افغانستان ترې دغه لوبه د ۸ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې فرید احمد خورا په زړه پورې لوبه وکړه، چې په څلور اورونو کې یې د ۱۷ منډو په ورکولو سره د نیپال لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.
دغه راز یو لوبغاړی د سمیع الله شنواري له خوا وسوځول شو، او نورو لوبغاړو هم په اړه پورې اورونه تر سره کړل.
د المپیک په اسیاسي سیالیو کې دا د افغانستان لومړی بری دی، چې تر لاسه یې کړ.
جمهور آژآنس: کابل

نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین